پوښتنې او ځوابونه

د ReGES څیړنه د لایبنیڅ د تعلیمي بهیر په انستیتوت (LIfBi) پورې اړه لري چې د بامبرګ (Bamberg) د اوتو فریدریښ (Otto Friedrich) د پوهنتون سره تړلۍ دئ. د دې څیړنې د پرمخ بیولو مسئولیت د یوه نړیوال تحقیقاتی ټیم پر غاړه دئ. د المان د پوهنې او څیړنې فدرالی وزارت (BMBF)  د دغې پروژې څخه ملاتړ کوي.
د ReGES د څیړنې پوښتنې د تطبیقی ټولنیزو علومو د انستیتوت (infas) له خوا د تطبیقي ټولنیزو علومو لپاره ترسره کیږي.
دا څیړنه په پنځو فدرالی ایالتونو یعنی بایرن، هامبورګ، نوردراین- وستفالن، راینلند- پفالس او زاکسن کی ترسره کیږی. د ReGES د څیړنې په مرکز کی ماشومان، تنکي ځوانان او د دوی مور پلار ځای لری. برسیره پردې، ښوونیز مسلکي کارکوونکي هم په دې څیړنه کې برخه اخلي. تر دې وړاندې په ټولنو او د استوګنې په ګډو ځایونو کې د عمده او ویاړي کارکوونکو څخه هم پوښتنې شوې دي. 
نه. ReGES یوه تحقیقاتي پروژه ده، چي د کډوالو د ژوندانه حالت څیړي. له هغو مرجعو سره هیڅ اړیکی نه لري، چي د پناه پر غوښتنو کار کوي.
په دې څیړنه کې برخه اخیستل په خپله خوښه ده. ددې لپاره چي دا پروژه بریالۍ شي، د هر چا برخه اخیستل په ځانګړي توګه اړینه ده. تاسو په دې توګه په اوږد مهال کي د کډوالو د حالت په ښه والي کي مرسته کوئ. مونږ ستاسو څخه ستاسی د برخي اخیسنې له کبله د زړه له کومې مننه کوو.
مونږ ستاسو معلومات په کلکه خویندي ساتو او هغه یوازې د علمي موخو لپاره کاروو. د معلوماتو هیڅ ارزونه ستاسو د شخص سره تړاو نه شي درلودلای.
 
اساساً یوازي د هغو ګډونوالو څخه په وار وار پوښتنې کیږي چې پخوا یې په دې اړه هوکړه کړي وي. زمونږ د پوښتنو لومړۍ لړۍ په اتو بیلابیلو ژبو برابره شوې ده. خو راتلونکي پوښتنې به تل په ټولو ژبو نه برابریږي.
 
قاعدتاً دا راز پوښتنې په کال کې دوه واره صورت مومي. د پوښتنو څخه وړاندې تاسې یوه خبرتیا په لاس راوړي چې په هغه کې لیکل به شوي وی چې کوم مهال او څنګه به ستاسو څخه پوښتنې وشي.  د دې لپاره چې تل باخبر اوسۍ او زمونږ ټولې خبرتیاوې په لاس راوړۍ، تاسو ته دا توصیه هم کوو چې د my infas آپ وکاروۍ.
 
تاسې د my infa په آپ کې په یوې کتنې سره د ReGES د څیړنې په باب ټول معلومات او همداراز نوې څیزونه په لاس راوړی. برسیره پردې، دغه آپ تاسۍ ته امکان درکوي چې خپل د اړیکې معلومات تازه کړۍ یا زمونږ سره نیغ په نیغه اړیکه ونیسۍ. همدارنګه د my infas د آپ له لارې تاسو زمونږ د آنلاین ټولو پوښتنو ته هم لاسرسي پیداکوی.