د ReGES د څیړنې په اړه د تنکي او بالغو ځوانانو لپاره معلومات

 

ReGES څه مانا لري؟ 

ReGES (یعنې د المان په تعلیمی سیستم کی کډوال) یوه علمی څیړنه ده، چی د دې لارې مونږ غواړودا خبره ثابته کړوچې آیا د آلمان ټولنې ته د پناغوښتونکو اونویو کډوالو راتګ یو بریالی کار دئ او یا یې ستونزې هم منځته راوړې دي. په خاصه توګه تر ټولو اړینه موضوع زده کړده ده – له لومړیو تورو څخه نیولې بیا د کار تر ژوند پوري. مونږ غواړو تاسو او ستاسو مور او پلار ته بلنه درکړو چې زمونږ په دې څیړنه کې خپل ګډون ته دوام ورکړئ. د دې څیړنې د پایلو پر بنسټ مونږ بیا کولای شو، داسی وړاندیزونو منځته راوړو، چی د هغو په وسیله نوي کډوال په الماني ټولنه کي او بیا په خاصه توګه د ښوونځۍ او تعلیم په اړه په ډیره چټکۍ او ښه توګه خپله لار پیداکړي. دا په اوږد مهال کې د ماشومانو، ځوانانو او لویانو سره چي په بیلابیلو هیوادونو پورې اړه لري، مرسته کوي.

 


دا څیړنه څنګه پرمخ بوول ‍کیږي؟

ددې څیړنې په مرکز کي وړوکی ماشومان ځای لري، له بلي خوا داسی ځوانان لکه تاسې شامل هم یاست. ددې لپاره، چي ستاسو په ژوند او زده کړو ښه پوه شو، غواړو ، چي ستاسو نه څو پوښتنی وکړو. پر دې بر سیره ستاسود چاپیریال له کسانو نه هم پوښتني کوو: ل‍که مور او پلار، ښوون‍کي  او د محلي دفترونو او موسسو کار‍کوونکي. د ReGES څیړنه د اینفاس دټولنیزو علومو د تطبیقی انستیوت له خوا تر سره کیږي. دا په لاندي توګه اجرا کیږي:

 

تاسې یو لیک ترلاسه کوئ او یا که چیرې مو د my infas پروګرام یا آپ نصب کړی وي د دې آپ له لارې یوه خبرتیا ترلاسه کوئ. په دې توګه تاسې ټول معلومات په لاس راوړئ چې کله به راتلونکي پوښتنې پیل شي او څنګه به مونږ د تاسو سره اړیکه نیسو. دلته مونږ تل د ټولو څخه پوښتنه نه کوو. دا، د بیلګې په ډول، په دې پورې اړه لري چې تاسې په کومه ژبه خبرې کوئ.

ټول معلومات، چي تاسو یې له موږ سره شریکوئ، ستاسي له نوم او ادرس نه بیل ساتل کیږي. ددې مانا داده: هر هغه څوک چي وروسته له دې معلوماتو نه کار اخلي، نه شي پوهېدلای، چي تاسو په څه ترتیب او یا څه ویلي دي.
څرنګه چې مونږ غواړو پوه شو چې ستاسو ژوند څنګه وده مومي، مونږ به د تاسو د هوکړې سره سم د مهال په بیلابیلو واټنونو  کې  ستاسو سره اړیکه ونیسو.

کومي پوښتني کیږي؟

 

د ReGES د څیړنې له لارې مونږ غواړو ستاسو د اوسني وضعیت یو هراړخیزه انځور په لاس راوړو.  له همدې کبله ستاسو نه په المان کي  ستاسو د تجریبوپه اړه پوښتني کوو. ددی تحقیقاتو په چوکاټ کي ستاسو نه د بیلګې په توګه دا پوښتني کیږي:

 

  • تاسو په آلماني ژبه څومره پوهیږۍ؟
  • تاسو کومې ښوونځۍ ته ځي یا د ښوونځۍ څخه فارغ شوي یاست؟
  • تاسو له خپل اوسني حالت نه څومره راضي یاست؟
  • وروسته بیا تاسو غواړئ کوم مسلک زده کړئ؟ 
     

تاسو زموږ د پوښتنو پر وړاندي د خپلو ځوابونو له لارې مرسته کوئ، چي دا څیړنه بریالۍ شي. مونږ ستاسو د ونډې اخیستنې څخه د زړه له کومې مننه کوو.

 

زما د ځوابونو سره بیا څه پیښیږي؟

دلته تاسې د ReGES د څیړنې د ارقامو د خویندیتوب په باب ټول معلومات يیداکولای شئ.

 

تاسې د my infas په آپ کې په یوې کتنې سره د ReGES د څیړنې په باب ټول معلومات او همداراز نوې څیزونه په لاس راوړی. برسیره پردې، د نوموړي آپ له لارې تاسو د آنلاین پوښتنو ته هم لاسرسي پیداکوی. که چیرې مو خپل د لاسرسي معلومات له یاده وتلی وي، کولای شي هغه دلته وپوښتۍ.

آیا تاسو کډه کړې ده؟ د my infas د آپ له لارې مونږ ته د خپلې نوې پتې په باب خبرتیا راکړۍ ترڅو مونږ وکولای شو تاسې په راتلونکي کې هم د پوښتنو په موخه را وبولو.