د ReGES د څیړنې په باب د مور او پلار د پاره معلومات
 

ReGES دا څه شی ده

ReGES (مهاجرین د المان به تعلیمی سیستم کی) یوعلمی تحقیقات دي ، چی باید ثابت کړي، پناغوښتونکو اونوومهاجرینو راتګ د المان په ټولنه کي بریالي دي او که یې ستونزي جوړي کړي. په خاصه توګه تر ټولو اړین د زده کړی موضوع ده – له لومړۍ کلیمې نه بیا د کارتر ژوند پوري. مونږ غواړو تاسو او ستاسو کورنۍ ته بلنه درکړو چې زمونږ په څیړنه کې خپل ګډون ته دوام ورکړئ. د نتیجو پر بنسټ بیا کولای شو، داسی وړاندیزونو ته انکشاف ورکړو، چی د هغوی په وسیله را کډوال شوي کسان په بیړه او ښه توګه په الماني ټولنه کي، او بیا په خاصه توګه د ښوونځۍ او تعلیم په برخه کي ښه پوه شي. دا د اوږد مهاله مودې لپاره له ماشومانو، ځوانانواولویانو سره ، چي د مختلیفو هیوادونو راغلي وي، مرسته کوي.

 


داڅیړنه څنګه پرمخ بوول کیږي؟

د دې څیړنې په مرکز کي ماشومان او ځوانان ځای لري. ددې لپاره ، چي د هغوی په ژوند او زده کړو ښه پوه شو، له بیلابیلو کسانو څخه پوښتني کوو: ل‍که تاسی د ماشومانو او ځوانانو د مور او پلار په ټوګه، پخپله ځوانان، د پیداګوژۍ مسلکي کسان او د محلی دفترونو او موسسو کارکونکي. د ReGES څیړنه د اینفاس د ټولنیزعلومو د تطبیقی انستیتوت له خوا تر سره کیږي. دا په لاندي توګه اجرا کیږي:

 

تاسې یو لیک ترلاسه کوئ او یا که چیرې مو د my infas پروګرام یا آپ نصب کړی وي د دې آپ له لارې یوه خبرتیا ترلاسه کوئ. په دې توګه تاسې ټول معلومات په لاس راوړئ چې کله به راتلونکي پوښتنې پیل شي او څنګه به مونږ ستاسو سره اړیکه نیسو. دلته مونږ تل د ټولو څخه پوښتنه نه کوو. دا، د بیلګې په ډول، په دې پورې اړه لري چې تاسې په کومه ژبه خبرې کوئ.

ټول معلومات، چي تاسو یې له موږ سره شریکوئ، ستاسي له نوم او ادرس نه بیل ساتل کیږي. ددې مانا داده: هر هغه څوک چي وروسته له دغو معلوماتو نه کار اخلي، نه شي پوهېدلای، چي تاسو په څه ترتیب او یا څه ویلي دي.
څرنګه چې مونږ غواړو پوه شو چې ستاسو ژوند او ستاسو د ماشومانو ژوند ځنګه وده مومي، مونږ به د تاسو د هوکړې سره سم د مهال په بیلابیلو واټنونو  کې  ستاسو سره اړیکه ونیسو.

کومي پوښتني کیږي؟

 

د ReGES د څیړنې له لارې مونږ غواړو د هغو ماشومانو او تنکي ځوانانو د اوسني وضعیت یو هراړخیزه انځور په لاس راوړو کوم چې د مهاجرت او کډوالۍ سابقه لري. همدا پوښتنی ستاسو نه د موراوپلار په توګه په المان کي ستاسو د تجربو په اړه کوو. ددی څیړنو په چوکاټ کي ستاسو نه د بیلګې په توګه دا پوښتني کیږي:

 

  • تاسو د خپل اولاد الماني ژبه څنګه تشخیص کولای شئ؟ 
  • ستاسو د ماشومانو وضعیت په وړکتون، په ښوونځي  یا د زده کړې په یوه موسسه کې څنګه دئ؟
  • د کاراو استوګنې په اړه ستاسو اوسنئ حالت څنګه دی؟

د دې لپاره چې ځانګړي پوښتنو ته ځواب ورکړل شي، مهمه ده چې ستاسو ماشومان هم په دې ځیړنه کې خپل ګډون ته دوام ورکړي. په دې توګه تاسې او ستاسې کورنۍ د دې څیړنې په بریالیتوب کې مهمه ونډه نیسۍ. مونږ ستاسو د ونډې څخه د زړه له کومې مننه کوو.

 

زما د ځوابونو سره بیا څه پیښیږي؟ دلته تاسې د ReGES د څیړنې د ارقامو د خویندیتوب په باب ټول معلومات يیداکولای شئ.

 

تاسې د my infas په آپ کې په یوې کتنې سره د ReGES د څیړنې په باب ټول معلومات او همداراز نوې څیزونه په لاس راوړی. برسیره پردې، د نوموړي آپ له لارې تاسو د آنلاین پوښتنو ته هم لاسرسي پیداکوی. که چیرې مو خپل د لاسرسي معلومات له یاده وتلی وي، کولای شي هغه دلته وپوښتۍ.

آیا تاسو کډه کړې ده؟ د my infas د آپ له لارې مونږ ته د خپلې نوې پتې په باب خبرتیا راکړۍ ترڅو مونږ وکولای شو تاسې په راتلونکي کې هم د پوښتنو په موخه را وبولو.