داڅیړنه څنګه پرمخ بوول کیږي؟
د دې څیړنې په مرکز کي ماشومان او ځوانان ځای لري. ددې لپاره ، چي د هغوی په ژوند او زده کړو ښه پوه شو، له بیلابیلو کسانو څخه پوښتني کوو: لکه تاسی د ماشومانو او ځوانانو د مور او پلار په ټوګه، پخپله ځوانان، د پیداګوژۍ مسلکي کسان او د محلی دفترونو او موسسو کارکونکي. د ReGES څیړنه د اینفاس د ټولنیزعلومو د تطبیقی انستیتوت له خوا تر سره کیږي. دا په لاندي توګه اجرا کیږي:
کومي پوښتني کیږي؟
د ReGES د څیړنې له لارې مونږ غواړو د هغو ماشومانو او تنکي ځوانانو د اوسني وضعیت یو هراړخیزه انځور په لاس راوړو کوم چې د مهاجرت او کډوالۍ سابقه لري. همدا پوښتنی ستاسو نه د موراوپلار په توګه په المان کي ستاسو د تجربو په اړه کوو. ددی څیړنو په چوکاټ کي ستاسو نه د بیلګې په توګه دا پوښتني کیږي:
- تاسو د خپل اولاد الماني ژبه څنګه تشخیص کولای شئ؟
- ستاسو د ماشومانو وضعیت په وړکتون، په ښوونځي یا د زده کړې په یوه موسسه کې څنګه دئ؟
- د کاراو استوګنې په اړه ستاسو اوسنئ حالت څنګه دی؟
د دې لپاره چې ځانګړي پوښتنو ته ځواب ورکړل شي، مهمه ده چې ستاسو ماشومان هم په دې ځیړنه کې خپل ګډون ته دوام ورکړي. په دې توګه تاسې او ستاسې کورنۍ د دې څیړنې په بریالیتوب کې مهمه ونډه نیسۍ. مونږ ستاسو د ونډې څخه د زړه له کومې مننه کوو.